د افغانستان او پاکستان ټرانزیټي لانجې؛ له منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري په ټپه ولاړه ده
پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان پنځو لارو تړل کېدل له منځنۍ اسیا سره د دغه هېواد سوداګري په ټپه درولې.
پاکستان یوه اونۍ وړاندې د افغان موټر چلوونکو پر مخ له پاسپورټ او ویزو پرته تګ راټګ بند کړ، چې له دې سره د چمن، تورخم، غلام خان، انګور اډه او خرلاڅي لارې د ټرانزیټ پر مخ تړلې دي.
تر دې وړاندې هم پر بند پاتې موټرو د بار شویو میوو د خوسا کېدو اندېښنې هم راپورته شوې وې، چې ګڼو سوداګرو ته یې سخت زیانونه هم اړولي دي.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، که د موټر چلوونکو پر مخ دغه دروازې خلاصې نه شي؛ نو دوی به د تل لپاره دغه لارې وتړي.
د پاکستان له دغې پرېکړې وروسته، طالبانو هم پر دغو لارو له پاکستاني موټر چلوونکو د اسنادو غوښتنه پیل کړه.
تر دې وړاندې د دواړه خواوو چارواکو د دغې ستونزې حل لپاره خبرې اترې پیل کړې، چې د راپورونو له مخې بې پایلې پای ته ورسېدې.