چین د ایران او پاکستان تر منځ د منځګړیتوب لپاره چمتوالی وښود

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ هېواد یې چې د تهران او اسلام اباد سره نږدې اړیکې لري، چمتو دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پېښ شوي تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې منځګړیتوب وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مایو نینگ په دې اړه خبریالانو ته وویل: «که چیرته دواړو غاړو غوښتي وي، موږ چمتو یو چې د وضعیت د ارامولو په کار کې خپل رول ولوبوو.»

هغې زیاته کړه: «چین په رښتیني توګه هیله من دی، چې دواړه غاړې دې ته وهڅوي چې له زغم او حوصلې کار واخلي او د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي.»