د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د 'بې حجابۍ' په تور د طالبانو له‌خوا د نجونو نیونه وغندله

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «بې حجابۍ» په تور د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو نیول غندلي دي.
د دغه وزارت ویاند متیو مېلر وویل: «موږ شاهدان یو، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو په وړاندې د اندېښنې وړ ګامونه اخیستي .»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان د خبریالې مرضیه حسیني د پوښتنې په ځواب کې وویل، هېواد یې هڅه کوي چې په دې برخه کې طالبان دې ته اړ کړي چې د دغو سرغړونو په اړه ځواب ووايي، چې ولې یې د ښځو په اړه داسې ګامونه پورته کړي؟
په دې وروستیو کې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کابل په بېلابېلو سیمو کې د ښځو او نجونو د نیولو نوې څپه پیل کړې ده.
تر دې وړاندې هم د کابل په خیرخانې، ټایمني او دشت برچي کې د نجونو او مېرمنو د ډله‌ییزې نیونې خبرونه خپاره شوي وو.
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې وه، چې د دغو نجونو او مېرمنو نیونه د هغې ډلې د «تنبیه کولو» له پاره وه چې غوښتل یې «بې حجابي دود» کړي او دا د لنډ مهال لپاره وه.
د طالبانو دغه اخیستل شوي ګام بېلابېل غبرګونونه هم له ځانه سره لرل؛ له هغې ډلې په دې وروستیو کې د بښنې نړۍوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې طالبان دې د ښځو له ځپلو څخه ژر تر ژره لاس واخلي.

نور خبرونه

رادیو