د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: سلګونه کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شوي دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۸

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۲۷مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۰۰ افغانان راستانه شوي دي.

‏د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۷۸ کورنۍ چې ټولټال ۴۰۸ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

د دوی په وینا، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۲ کورنۍ چې ټولټال ۹۲ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې کړای شوې دي.

د دوی په خبره، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته وروپېژندل شوې دي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده کډوال پاتې دي، چې د دوی د اېستلو لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو