چمن پرلتوال: د چمن ځايي امنیتي چارواکي دوی ته ګواښ کوي چې پرلت پای ته ورسوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۷

د چمن پرلت غړي وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو د سپین بولدک ـ چمن دروازه خلاصه نه شي په چمن کې د ګمرک، ملي لوژستیک شرکت او د چمن پوځي کلا مخ ته پرلتونه وهي. خو دوی وايي چې ځايي امنیتي عسکر ورته ګواښونه کوي چې پرلت نور پای ته ورسوي.

د سپین بولدک ـ چمن دروازه چې له څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې د پاسپورټ د جبري کېدو له امله تړلې او په غبرګون کې یې پرلت وهل شوی اوس تازه هڅې کیږي چې یاد پرلت د پاکستان د ځايي چارواکو له لوري ړنګ شي.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي، امنیتي عسکر هڅه کوي چې د پرلتوالو خیمې ټولې کړي.«پر موږ باندې د جاسوسو ادارو سل کسه سرتیري راټول شوي او وايي خیمې مو ټولې کړئ.»

همدارنګه پرلتوال وايي، که تر راتلونکو دریو ورځو دروازه خلاصه نه شي موږ به پرلت پراخ کړو او د چمن ښار د مهمو دولتي ادارو مخ ته به هم پرلت ووهو.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «موږ د پاکستان حکومت ته وایو که د روانې میاشتې تر شلمې نیټې زموږ مسله حل نه شوه، موږ د دوستۍ دروازې شاوخوا، د چمن ګمرک او د پوځي کلا مخ ته پرلت وهو او خیمې دروو.»

د چمن پرلت د پاکستان په کچه یو له غټو پرلتونو څخه دی چې څه د پاسه دریو میاشتو راهیسې دوام لري.

د تېرو دریو میاشتو په موده کې د پاکستان حکومت او پرلتوالو ترمنځ څو ځله خبرې اترې هم شوې، خو د پاکستان حکومت په پاسپورټ د تګ راتګ پر پرېکړه او پرلتوال بیا د پاکستان د یادې پرېکړي په مخالفت پر خپلو دریځونو ولاړ دي.

نور خبرونه

رادیو