پر پاکستان د ایران برید: شهباز شریف یې د «حریم نقضول" او امرالله صالح یې "زړورتیا" بولي

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف وايي، پر پاکستان د ایران برید او د دغه هیواد د حاکمیت نقضولو حیران کړی دی. خو د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په پاکستان کې د جیش العدل ډلې پر وړاندې د سپاه پاسداران توغندیز برید "شجاعانه" اقدام وباله.

شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د پاکستان پر خاوره د ایران توغندیز برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف دی.
ښاغلي شریف ویلي، چې دا ډول بریدونه د ایراناو پاکستان تاریخي اړیکې کمزورې کوي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر زیاته کړې، چې دواړه هیوادونه صمیمانه خبرو اترو او همکارۍ ته اړتیا لري.
دغه غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې د ایران سپاه پاسداران پر پاکستان د توغندیو او ډرون برید خبر ورکړ.
ایراني رسنیو ویلي، چې په دغه برید کې د "جیش العدل" ډلې دوه مرکزونه له منځه تللي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سپاه پاسدارانو د توغندیو او ډرون دغه برید په کلکه وغانده او د ایران د سفارت شارژدافیر یې احضار کړ.