ایرانی چارواکی: په ایران کې څه باندې ۶ لکه ۴۰ زره افغان کډوال د کار اجازه لري

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۷

د ایران د کار وزارت د بهرنیو وګړو د ګومارلو عمومي مشر محسن ابراهیمي وايي، په دغه هیواد کې ۶۳۹ زره او ۸۷۲ افغانان د کار اجازه لري.

د نوموړي په وینا، یوازې د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۱۹۰ کسانو ته د کار کولو جوازونه ورکړل شوي او د ۳۱۲۲ نور جوازونه نوي شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په ایران کې بهرنیانو ته کاري فرصتونه ددې لامل شوي چې ایراني کار غوښتونکي کاري فرصتونه له لاسه ورکړي.
په صنعتي ورکشاپونو، کرنيزو برخو او د توليد په مرکزونو کې د بهرنيانو د ګمارلو موضوع تل د ځينو ایراني کاریګرو ډلو له نیوکو سره مخ شوې ده.
له دې سره، د ایران حکومت په کار ځایونو کې غیرقانوني بهرنیو وګړو ته د کاري فرصتونو برابرونکو ته خبرداری ورکړی او هغه کسان چې له دغو خبرداریو سرغړونه کوي ورسره جدي چلند هم کیږي.
ایران له لسیزو راهیسې د افغانانو کوربه هیواد دی او پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته زرګونه نور افغانان هم دغه هیواد ته کډوال شول.
ځیني هغه افغانان چې په ایران کې ژوند کوي د ایراني پولیسو له سختو ځورولو شکایت کوي او وایي، ان له دغه هیواد څخه هغه افغانان هم اېستل کیږي چې قانوني اسناد لري.
سره له دې چې د ایران حکومت له طالب چارواکو سره نږدې اړیکې لري، خو په دغه هیواد کې افغانانو ته د کاري فرصتونو نشتون، د پولیسو له خوا ځورول، د افغانانو جبري اېستل، په دغه هیواد کې د افغان ماشومانو د زده کړو مخنیوی او داسې نور موارد هغه څه دي چې تل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی خو ایران هیڅکله د افغانانو پروړاندې خپل دریځ بدل کړی نه دی.

نور خبرونه

رادیو