‏د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه تر ۲۰۰ ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۷

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۲۶مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۲۴۳ کډوال هېواد ته ستانه شول.


‏د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۹ کورنۍ چې ټولټال ۱۴۰ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوې دي.

د دغه امریت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۰ کورنۍ چې ټولټال ۱۰۳ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

د دوی په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

افغانستان ته له پاکستانه د جمعیت العلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ تللي پلاوي ویلي و، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه ناسمه وه او په دې سره د افغان کډوالو ټول بشري حقونه له پامه غورځول شوي دي.

دغه پلاوي ویلي و، چې په دې اړه هغوی پخوا هم د اعتراض غږ اوچت کړی او تر دې وروسته به هم د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې له زغمه کار واخلي.

خو له بلې خوا بیا پاکستاني چارواکي وایي، چې لاهم له دغه هېواده د بې اسناده بهرنیانو د اېستلو لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو