ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت صفر ته رسیدلی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید صفر ته رسیدلی او د سیمې هیوادونه هم باید له دې توکو سره د مبارزې او د قاچاق په مخنیوي کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي رادیو سره د ذبیح مجاهد تر نننو څرګندونو مخکې د ایران د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې عمومي منشي په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید د کچې د زیاتیدو ادعا کړې ده.
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د نشه یې توکو کر او پیر منع کړی او په دې برخه کې د جدي مبارزې ادعا کوي.
ملګرو ملتونو د نومبر په پنځمه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو د طالبانو بندیز د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راوستی، خو دغه راپور هم د ایراني چارواکو د غبرګون لامل شو او ویي ویل چې ددوی د تېر کال د معلوماتو له مخې د افغان بزګرانو عاید درې چنده شوی دی.
د ایران د نشه يي توکو ضد ادارې مشر سکندر مومني څو موده مخکې هم ویلی و، چې د نشه یي توکو د کښت په اړه د طالبانو ادعاوې سمې نه دي او د کرکیلې د کمېدو په اړه کوم شواهد هم نه لیدل کیږي.
د یادولو ده، چې طالبان اوسمهال هڅه کوي په افغانستان کې بزګرو ته د نشه یي توکو بدیلې لارې پیدا کړي.