شنبه‌های ارغواني غورځنګ: په افغانستان کې د ښځو وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۷

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په یو لړ ټکان ورکوونکو پېښو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو لړۍ روانه ده، چې د نړۍوالو غوسه یې راپارولې ده.

دغه غورځنګ وایي، اوسنی وضعیت ډېر خراب دی ښځې د بې حجابۍ په تور د طالبانو له‌خوا نیول کېږي، بندیانېږي، په زور ودېږي او ان په زندانونو کې جنسي تېري پرې کېږي.

دغه غورځنګ زیاتوي، د دغو ناوړه عملونو سربېره ښځې د بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړو، کار او له هر ډول فعالیته محرومې دي.

دغه غورځنک لیکلي:« دا کړنې د بشریت په وړاندې سخت جنایتونه دي او وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.»

د دغه غورځنګ په وینا، په افغانستان کې دا مهال د ښځو وضعيت ډېر کړکېچن دی او که ژر تر ژره اقدام ونه شي؛ نو له يوه بشري ناورين سره به مخ شي.

دوی له ملګرو ملتونو، نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې د دغه کړکېچ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

دوی وایي، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي او د ښځو د حقونو او ژوند د خوندیتوب لپاره سملاسي مداخلې او ملاتړ ته اړتیا ده.

دغه غورځنګ لیکلي:« موږ په ملګرو ملتونو، نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کوو، چې په چټکه او پرېکنده توګه عمل وکړي.»

نور خبرونه

رادیو