سرچینې: شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ موټربم برید، اتو پوځیانو ته مرګژوبله اړولې ده

سرچینې وايي، د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ په مچي خیلو سیمه کې تېره ورځ ناوخته (د مرغومي ۲۵مه) د پاکستاني پوځ په یوه چیک پوسټ د موټربم بريد شوی چې له امله یې دوه پوځيان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. په دغه پیښه کې ورڅېرمه پنځه تنه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوځ او چارواکو تر اوسه پورې د دغه برید په اړه جزیات نه دي ورکړي.

په سیمه کې ازاد خبریال لال وزیر وايي، دغه ځانمرګی برید هغه مهال شوی چې پاکستاني پوځيانو په دغه سیمه کې د ګاډو پلټنه کوله.

د برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستې او دعوه یې کړې چې لسګونو پاکستاني پوځیانو ته یې مرګژوبله اوړولې ده.

دا په تیرو څو میاشتو کې څلورم ځانمرګی برید چې په وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ترسره کیږي.

د یوه بل خبر له مخې نن سه شنبه (د مرغومي ۲۶مه) د سوېلي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې د یوه قومي مشر راز محمد پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې دغه مشر پکې ټپي شوی.

دغه قومي مشر په ټپي حالت کې نږدې یوه روغتون ته لیږدول شوی او د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

ویل کیږي راز محمد هغه قومي مشر دی چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له پاکستاني پوځ سره په ګډه په وزیرستان کې د ازبک او چیچین وسله والو په وړاندې جګړه کوله.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا صوبه کې د ځانمرګو او هدفي وژنو د پیښو تر څنګ د قومي مشرانو د په نښه کولو پیښې هم زیاتې شوې چې ډیری وخت د دوی د سورلۍ ګاډي د سړک غاړې په بمونو الوزول کیږي.