د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید یو ځل بیا د پولیسو له خوا ونیول شو
د پاکستان پولیسو د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر شیخ رشید نیولی دی. اج نیوز راپور ورکړی، چې ښاغلی رشید د عمران خان د نیولو پر ضد د مظاهرو پر مهال د دغه هېواد د استخباراتو پر یوه دفتر د برید په تور نیول شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر د ضمانت د تر لاسه کولو په اړه د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶) په راولپنډۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې فیصله وکړه.
دغې محکمې شیخ رشید ته په ۱۲ قضیو کې ضمانت ورکړی و؛ خو د هغه د ضمانت غوښتنه محکمې رد کړې وه.
شیخ رشید د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نېږدې ملاتړی بلل کیږي او نوموړی د عمران خان د دورې د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی.
د ښاغلي راشد مدافع وکیل بیا پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د ده ضمانت نه دی شوی او د پاکستان د استخباراتو پر دفتر د برید په تور نیول شوی دی.
نوموړي عمران خان ته د نه باور رایه ورکولو وروسته د کورنیو چارو له وزارته استعفاء وکړه.
د عمران خان له نیول کېدو وروسته شیخ رشید په تاوتریخجنو مظاهرو کې د لاس لرلو په تور ونیول شو او څه موده وروسته خوشې شو.