چمن پرلتوال: د پاکستان حکومت مو غوښتنې نه دي منلې له دې وروسته د نه خوړو اعتصاب پېلوو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۶

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهوونکي وايي، د روانې میلادي میاشتې په شلمه نیټه به د نه خوړو اعتصاب پیل کړي.

دوی وايي حکومت یې غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د چمن پرلت سرلاری غوث الله وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د سوله ییز اعتراض په دوام به د پرلت پنځوس تنه غړي په چمن کې د پوځي اډې مخې ته د نه خوړو اعتصاب پیل کړي.«موږ پلان لرو چې د جنورۍ په نوولسمه یا شلمه نېټه د چمن کلا (پوځي اډې) مخې ته پنځوس کسان د نه خوړو اعتصاب پیل کړو حکومت خپله پرېکړه نه بدلوي او موږ هم له خپلې غوښتنې نه پر شا کیږو. که موږ مړه هم شو سر مو تر دې پرلت قربان دی.»

همدارنګه د چمن پرلت کوونکو په دغه ښار کې د ټاکنو د ترسره کېدو سره پرېکون اعلان کړ، دوی وايي تر څو چې حکومت د سپين بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه نه وي بدله کړې تر هغه په دغه ښار کې د ټاکنو کمپاینونو ته اجازه نه ورکوي او نه به هم په ټاکنو کې برخه اخلي.

بلخوا په چمن کې کاروباریان وايي، له تېرو دریو میاشتو راهیسې د ټولو سوداګرو او عامو اوسېدونکو اقتصاد ته سخت زیان اوښتی.

په چمن کې د سوداګرو د اتحاديې مشر صادق خان وايي د سوداګرۍ او کاروبار د زیان مسوولیت د پاکستان د حکومت پر غاړه دی.

نوموړی وایي: «زموږ د میلیونونو روپیو کاروبارونه په چمن او سپین بولدک کې خراب شول. په سپین بولدک کې مو پانګې بندې پاتې شوې. خلک د ماښام په ډوډی پسې حیران دي چې څنګه يې پیدا کړي دا ظلم د پاکستان حکومت زموږ سره کړی دی او په لوی لاس یې زموږ پانګې او سوداګري زیانمنه کړې ده.»

تېره ورځ په دغه پرلت کې د سوېلي پښتخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې وړانګې لوڼۍ هم ګډون کړی و.

نوموړې پرلت ته د وینا پر مهال وویل: «د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان پرېکړه غیر انساني او غیر قانوني پرېکړه ده. د پاکستان ټول پښتانه د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد یو موټی ولاړ دي او هیڅکله د پاکستان دا ډول پرېکړو ته نه تسلیمیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ د جبري کېدو له امله سوداګري په ټپه درېدلې او تازه د پاکستان حکومت له لوري د تورخم او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د پاسپورټ او ویزې پرته د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ له پاره دروازي تړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو