سردار احمد شکېب: د پاکستان د شکایتونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ ترېنګلتیا رامنځته شوې
يه پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب له طلوعنیوز سره په مرکه کې ویلي، چې دغه ډله له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري؛ خو په دې وروستیو کې د پاکستان د ځینو شکایتونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ ترېنګلتیا رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، د پاکستان دغو شکایتونو پر سوداګریزو او نورو برخو کې هم ځینې ستونزې راټوکولې دي.
ښاغلي شکیب ویلي، چې د پاکستان له اړخه د دغو ګېلو او شکایتونو له امله ځیني ګامونه اخیستل شوي چې له امله یې د دواړو خواوو عام خلک، د هغوی تګ راتګ او سوداګرېزې چارې متاثره کړې دي.
نوموړي د پاکستان د هغې څرګندونې په ځواب کې چې ټيټيپي د افغانستان له خاورې په کارونې د پاکستان خاوره ګواښي، وویل:« زموږ موقف دا دی، چې هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.»
هغه وایي، د پاکستان له غوښتنو یوه یې دا ده، چې د ټيټيپي په لمنځه وړلو کې ورسره همکاري وکړو.
هغه په خپلو خبرو کې د مولانا فضل الرحمان د سفر په اړه وویل، چې نوموړي د پاکستان د حکومت پیغام راوړی و؛ په داسې حال کې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوې خبري غونډه کې د هغه سفر شخصي وباله.