ایران په تېرو یوولسو ورځو کې ۲۵ زره ۵۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږلي دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۶

ایراني چارواکي وايي، چې د تېرو یوولسو ورځو په اوږدو کې یې له خراسان رضوي او سیستان بلوچستان څخه ۲۵۵۲۱ هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي، چې د کډوالۍ قانوني اسناد یې نه لرل.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع یو شمېر ایراني رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۱۱ ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۸۵۲ بې اسناده افغانان نیولي او له ټاکلو څېړنو وروسته یې بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

نوموړي ویلي، چې دا لړۍ په چټکۍ روانه ده او ټول هغه افغانان به ونیسي کوم چې په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوي دي.

همداراز ایسنا خبري اژانس بیا د سیستان بلوچستان ولایت د سرحدي قوماندان جواد علي رفیعي په حواله خبر ورکړی، چې دوی یوازې په تېره اونۍ کې ۱۱۶۶۹ هغه افغان کډوال بېرته ستانه کړي، چې قانوني اسناد یې نه لرل.

ایران له پاکستانه وروسته دویم هېواد دی، چې ګڼ افغان کډوال پکې ژوند کوي او د ایران په کرمان کې له وروستۍ پېښې وروسته د افغان کډوالو د بیا ستنولو چارې زور اخیستی دی.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو هم د ایراني پولیسو د روان جدي څار او خشن برخورد ته اندېښنې ښودلي او ویلي یې دي، چې د کرمان وروستیو خونړیو پېښو د افغانانو پر وړاندې د ایراني پولیسو چلند لا سخت کړی دی.

نور خبرونه

رادیو