کډوالي؛ افغانستان نهم هیواد دی چې په ترکیه کې تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي لري

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۶

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ادارې د شمیرو له مخې، په دغه هیواد کې ۴۱ زره او ۹۷۸ افغانان د استوګنې اسناد لري.
دغې ادارې د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶مه) وویل، څه باندې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکو په ترکیه کې د استوګنې لنډمهاله اسناد ترلاسه کړي دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې د نویو شمیرو له مخې، روان میلادي کال په دغه هیواد کې یو میلیون او ۱۰۷ زره او ۳۲ بهرنیان په ترکې کېې په رسمي توګه اوسیږي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان په ترکیه کې د پناه غوښتونکو هیوادونو نهم ځای لري او ترکمنستان، روسیه او عراق بیا په وار سره تر ټولو د ډیرو پناه غوښتونکو هیوادونه څخه دي.
له دې سره، یادې ادارې بیا په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د نیول شویو بې اسناده کډوالو شمیرې هم خپرې کړي چې له مخې یې تر اوسه پورې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې دوه زره او ۴۸۰ افغانان نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې بیا تر ټولو هیوادونو د نیول شویو بې اسناده کډوالو لویه برخه افغانان جوړوي چې په دغه کال کې شاوخوا ۶۸ زره او ۶۸۷ کسان له بیلابیلو سیمو نیول شوي او په دې کې یو شمیر یې بیا اېستل شوي هم دي.
ترکیه له هغو هیوادونو څخه ده چې زرګونه افغانان اروپا ته د رسیدو په هیله له دغه هیواد څخه د تیریدو هڅه کوي.

نور خبرونه

رادیو