افغانستان د نولس کلنو کم عمره نړۍوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه له پاکستان سره کوي

د ۲۰۲۴ کال د نولس کلنو کم عمره نړۍوال جام د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د سویلي افریقا په کوربه‌توب پیلیږي او افغان لوبډله په دغه جام کې د جنورۍ په شلمه له پاکستان سره لوبه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له نوولسو کالو کم عمره افغان لوبډله د ۲۰۲۴کال د نړۍوال جام له پاره بشپړ چمتوالی لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي:« افغان ځوانان له بشپړ چمتووالي سره په نړۍوال جام کې ګډون کوي او چمتو دي، چې په خپلو غوره لوبو سره هېوادوالو ته ویاړ او خوښي وبخښي.»
بل خوا د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن سه شنبه خپله دویمه تمریناتي لوبه د کوربه سویلي افریقا سره تر سره کوي.
افغان لوبډلې خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه له انګلستان څخه ګټلې وه.
د ۲۰۲۴ کال له نولس کلنو کم عمره نړۍوال جام کې د ۱۶ هېوادونو لوبډلې په څلورو ګروپونو کې یو د بل پر وړاندې لوبېږي.
افغانستان د دغه جام په لړ کې په ډي ګروپ کې له نیپال، نیوزیلانډ او پاکستان سره سیالۍ تر سره کوي.
د نولس کلنو کم عمره نړۍوال جام په هرو دوو کالونو کې یوځل تر سره کېږي او په ۲۰۲۲ کال کې د هندوستان لوبډلې د یاد جام اتلولي ګټلي وه.