‏طالبان: له پاکستانه څه باندې ۳۰۰ کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شوي دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۶

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۳۳۳ افغان کډوال د مرغومي په ۲۴مه د سپین بولدک او تورخم له لارې په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۳۷ کورنۍ چې ټولټال ۱۷۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د دوی په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

له بلې خوا د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۳۲ کورنۍ چې ټولټال ۱۵۸ تنه کېږي او درې تنه یې تازه له بنده خوشې شوي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

د دوی په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال سازمان او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

افغانستان ته له پاکستانه د جمعیت العلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ تللي پلاوي ویلي و، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه سمه نه وه او په دې سره د افغان کډوالو ټول بشري حقونه له پامه غورځول شوي دي.

دغه پلاوي ویلي، چې په دې اړه هغوی پخوا هم د اعتراض غږ اوچت کړی او تر دې وروسته به هم د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې له زغمه کار واخلي.

له بلې خوا پاکستاني چارواکي وایي، چې د بې اسناده بهرنیانو د اېستلو لړۍ لاهم په منظمه توګه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو