ډنمارک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق سره د ۶،۲ میلیونه ډالرو مرسته وکړه

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو اماني صندوق نن دوشنبې (د مرغومې ۲۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ډنمارک له دغه صندوق سره د ۶،۲ میلیونه ډالرو مرسته وکړه.

دغه مرستې په داسې حال کې کیږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق ویلي وو، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۴ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.
افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی او اوسمهال د نړۍوالو مرستندویه ادارو جدي مرستو ته اړتیا لري.
اوچا تېره ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې د افغانستان ۱۸.۵ میلیونه وګړي به په ۲۰۲۴ کال کې له سختې لوږې او خوارځواکۍ سره مخ شي.
اوچا همداراز څه موده مخکې ویلي وو، چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د بېړنۍ مرستې دویم لوی تر لاسه کوونکی هېواد و.
دغه مرستې په داسې حال کې له افغانستان سره کیږي، چې ډېری افغانان د مرستو پر وېشلو نیوکه کوي او وایي چې طالبان په دغه بهیر کې لاسوهنه کوي او مرستې پر هغو کسانو ویشي چې مستحق نه وي یا د دوی خپلوان وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ ولایت د چارکنټ ولسوالۍ یوه اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په لیږلو سره ویلي، چې د خوړو د نړۍوال پروګرام له خوا مرسته شوې اوړه د استفادې وړ نه دي.
نوموړی وایي: "خلک د دغو مرستو د تر لاسه کولو لپاره له لېرې لارو ورغلي، خو دوی ته داسې اوړه ورکول کیږي چې ترې دوډۍ نه پخیږي."
له دې سره، په افغانستان کې د طبیعی پېښو له قربانیانو سره د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې افغانستان ته شاوخوا ۱۸۸ میلیونه ډالر ځانګړې شوې دي، چې په دې کې ۵۳ میلیون ډالره د ملګرو ملتونو له بیړني صندوق او ۱۳۵ میلیونه ډالره له اماني بشری صندوق څخه ځانګړې شوې دي.