طالبان: تر شپږمو ټولګیو نصاب بدل شوی او د پاتې نورو تولګیو لپاره کار روان دی
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه وایي، چې له مخکیني نصاب څخه هغه مضامین اېستل شوي، چې پر شریعت برابر نه وو او د افغانستان له کولتور سره په ټکر کې وو.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې همداراز زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې د ښځینه و په ګډون له ۴۰ زرو څخه زیات ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
نوموړی وایي؛ سره له دې چې یو شمېر استادان له افغانستانه وتلي؛ خو په تېرو وختونو کې له هغو کسانو څخه چې د اداري اصلاحاتو له خوا ازموینه اخېستل شوې وه، د دوی له خوا په دندو ګومارل شوي دي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته د نجونو د ښوونځیو په ګډون لسګونه تعلیمي مرکزونه بند شوي؛ خو دغه ډله هره ورځ د لسګونو استادانو د ګومارلو او د سلګونو ښوونځیو د جوړولو خبره کوي.
د ښاغلي حمزه په خبره؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته تراوسه ۹۷۲ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي چې یوازې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ۶۰۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې بشپړې شوي او د ۶۰ ښوونځيو کارونه به د کال تر پایه بشپړې شي.
نوموړي په دې اړه چې څه وخت به د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې خلاصیږي، څه نه دي ویلي.
د یادولو ده، چې وړمه ورځ له ۳۴ ولایتونو څخه یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو له طالب چارواکو وغوښتل څو د نجونو پروړاندې د تعلیم دروازې پرانيستل شي.