د بښنې نړیوال سازمان: طالبان له افغان مېرمنو د حجاب په پلمه د هغوی ډیرې ازادۍ اخلي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۵

په یوه تازه غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ وویل چې د حجاب په پلمه د ښځو نیول، زنداني کول او ځورول په «افغانستان کې د ښځو د ازادیو له حق سرغړونه ده.»

دغه سازمان غوښتنه کړې چې سملاسي دې د حجاب په پلمه نیول شوې ښځې خوشې او د دوی له ځورونې دې مخنیوی وشي.

په امریکا کې د بښنې نړیوال سازمان دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې طالبانو «لوی شمېر» ښځې د دې له امله نیولې دي چې خپل مخ او بدن په بشپړه توګه نه پټوي.

په دې وروستیو ورځو کې په کابل او دایکنډي کې د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسري نیولو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان په دننه او بهر کې له سختو او پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د طالبانو د خوښې حجاب نه مراعاتولو له امله له ښځو سره ناوړه چلند او ناقانونه نیونې د اندېښنې وړ بللې دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په کابل او دایکنډي کې د ښځو د خپلسري نیولو په اړه د یوناما راپور رد کړ او دا یې « تبلیغات» وبلل.

تر دې مخکې، طالبانو بورقه یا تورې پراخې او نقاب لرونکې جامې د افغان ښځو لپاره د حجاب د «غوره بېلګې» په توګه خلکو ته ورښودلې وې.

نور خبرونه

رادیو