د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه تر ۳۰۰ ډیر افغان کډوال ستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۵

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي او خپل هیواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال د پاکستان حکومت راستانه کړي.

یاد وزارت لیکلي چي، ۳۳۳ تنه افغان کډوال د (مرغومي په ۲۴مه) نیټه د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت په حواله وايي، چې ۳۷ کورنۍ چې ټول غړي يې ۱۷۵ تنه وو، په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي او همدارنګه ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۵۸ تنه و د سپین بولدک له لارې په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چي، له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي یاد کډوال یې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ور پيژندلي دي.

د پاکستان سرپرست حکومت د چارواکو د معلوماتو له مخې دمګړی په یاد هیواد کې میلیونونه د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرونکي ۱،۷ میلیونه افغان کډوال میشت دي.

له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر په دریمه نیټه پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه ناسمه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو