د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه سلګونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۴

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې ورځ (د مرغومي ۲۳مه) له پاکستانه ۳۶۸ تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

ویل کیږي لاهم له پاکستانه د افغان کډوالو په زور اېستلو لړۍ روانه ده.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور له مخې، ‏۳۸ کورنۍ چې ټولټال ۲۱۰ تنه کېږي په جبري ډول هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

دوی وایي، د کډوالۍ په ریاست کې تر ثبتېدو وروسته دغه کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، خوړو نړیوال پروګرام او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

بل لورته په ننګرهار ولایت کې د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ، ۳۲ کورنۍ چې ټولټال ۱۵۸تنه کېږي په جبري ډول هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

دغه کډوال هم په کډوالۍ ریاست کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال پروګرام او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

د پاکستان سرپرست حکومت د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه هیواد کې لږ تر لږه ۱۷ لکه بې اسناده کډوال په پاکستان کې مېشت دي او په وینا یې د دغو کډوالو د اېستلو لړۍ په منظم ډول روانه ده.

پاکستان د اکټوبر په درېیمه وروسته له هغه دغه پرېکړه وکړه، چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی او د امنیت ضد پېښې زیاتې شوې او د پړې ګوته یې افغان کډوالو ته ونیوله.

افغانستان ته له پاکستانه د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ تللي پلاوي ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه سمه نه وه او په دې سره د افغان کډوالو ټول بشري حقونه له پامه غورځول شوي دي.

دغه پلاوي ویلي، چې په دې اړه هغوی پخوا هم د اعتراض غږ پورته کړی او تر دې وروسته به هم د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې له زغمه کار واخلي.

نور خبرونه

رادیو