ایران د نژدې ۱۴ زره نورو افغان کډوالو د ايستلو خبر ورکړ

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۴

د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قومندان خبر ورکړی، چې ۱۳ زر ۸۵۲ هغه افغان کډوال چې د استوګنې رسمي اسناد يې نه درلوده بیرته افغانستانه ته ستانه شوي دي.

مجید شجاع خبریالانو ته وویل، چې دغه کډوال په تیرو لسو ورځو کې پیژندل شوي او ایستل شوي دي.

ايرنا خبري اژانس د يکشنبې په ورځ د ښاغلي شجاع له قوله خبر ورکړی، چې دغه کسان د پولې په صفري نقطه کې د دوغارون- اسلام کلا له لارې افغانستان ته وسپارل شول.

دغه ایراني چارواکي یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي هغه افغانان، چې په ناقانونه توګه د دوی هېواد ته داخلېږي، بېرته به وشړل شي.

مجيد شجاع دا هم وويل، چې په تېره يوه اونۍ کې يې د تایباد په پوله کې د موټرو د پلټنې پر مهال ٢٩ قاچاق موبايلونه نيولي دي.

د دغو سمارټ تلیفونو ارزښت درې میلیارده او ۴۷۵ ریال ښودل شوی دی.

ایران خبر ورکړی، چې په تېرو ۹ میاشتو کې څه باندې پنځه لکه شل زره افغان کډوال له ایران څخه د خراسان د تايباد د دوغارون د پولې له لارې ايستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې په ایران کې د مېشتو وګړو شپږ سلنه افغانان جوړوي.

په دې وروستیو کې یوه ایراني چارواکي اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د افغان کډوالو پر حضور بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو