څلورو کډوالو د مانش (انګلیش) کانال څخه د تېرېدو په هڅه کې خپل ژوند بایللی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۴

فرانسوي او برېتانوي رسنيو خبر ورکړی، چې په يوې وړې کښتۍ کې ۷۰ کډوال سپاره وه او د يکشنبې په سهار د فرانسې په سواحلو کې هغه مهال ډوبه شوه، چې غوښتل يې د مانش کانال څخه برېتانيا ته واوړي.

بي بي سي په خپل خبر کې ويلي، چې په دې پېښه کې څلور عراقي او سوريايي وګړي وژل شوي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې؛ دغه کډوال په یوه کوچنۍ کښتۍ کې سپاره وه او هڅه يې کول د مانش کانال څخه تېر شي؛ خو د فرانسې په سواحلو کې د يوې پېښي له امله يې کښتۍ ډوبه شوه.

له دغو کډوالو څخه چې روغتون ته وړل شوي د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې د فرانسې هوايي او سمندري ځواکونه د ژغورنې عملیاتو لپاره سیمې ته استول شوي او لسګونه ژغورل شوي کډوال یې یوه سیمه ییز مرکز ته لېږدولي دي.

نور خبرونه

رادیو