د ترکیې پولیسو په ارزنجان ښار کې شاوخوا سل افغان کډوال ونیول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۴

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو د ارزانجان ښار د ترجان پر لویه لاره له یوې لارۍ څخه ۹۹ افغان کډوال نیولي دي.

د راپورونو له مخې، د دې عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

ترکي رسنیو د شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۳مه) لیکلي چې دغو کسانو د ترکیې د اوسېدو رسمي اسناد نه درلودل. د خبرځاى د راپورونو له مخې دغه کډوال له قانوني چلند وروسته د اړوند ښار د کډوالو رياست ته وسپارل شول .

پر افغاستان د طالبانو له واکمن کیدو وروسته، زرګونو کسان له ایران څخه د کډوالۍ له ستونزمنو لارو اروپا ته د رسیدو په هیله ترکیې ته تللي دي. په دغه خطرناکو لارو کې یو شمیر کډوالو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ترکي چارواکو اعلان کړی چې په ټوله ترکیه کې د کډوالو د ننوتلو، نیولو او شړلو د مخنیوي عملیات دوام لري.

نور خبرونه

رادیو