طالبان وايي ځانمرګی یې د نیمروز ولایت مقام ته د ننوتلو پر مهال وواژه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، نن په نیمروز ولایت کې یوه ځانمرګي د دې ډلې پر والي د برید پلان درلود، خو هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو. عبدالمتین قانع زیاتوي چې د بریدګر په نښه کولو سره باروتو چاودنه وکړه او د نوموړي پر وژل کېدو سربېره دوه طالب سرتېري هم ټپیان شول.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي غږیز پیغام کې یو طالب سرتېری وايي، چې دا بریدګر له دوو تلاشیو تېر شوی دی.
دغه طالب زیاتوي چې د ځانمرګي د ویشتلو پر مهال والي د لمونځ لپاره له دفتر ووت.
له دې پېښې وروسته خواله رسنیو کې د نیمروز لپاره د طالبانو د والي محمد قاسم خالد ویډیو هم خپره شوې چې له نورو چارواکو سره پر ټلیفون غږېږي او وايي جوړ تیار دی.
که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې برید کې د نورو ښکېلو کسانو په هکله څه نه دي ویلی، خو والي په خپلو خبرو کې دا هم وايي، چې «دا بل کس پسې یې ملګري-طالبان- ګرځي.»
تر دې مخکې د بلخ لپاره د طالبانو والي په خپل کاري دفتر کې ووژل شو او تر هغه پخوا د بدخشان لپاره د دې ډلې امنیه قومندان هم دفتر ته د تللو پر مهال د موټربم چاودنه کې ووژل شو.
تر اوسه د دې برید په هکله کومې ډلې څه نه دي ویلی، خو د تېرو بریدونو مسوولیت داعش منلی و.