چمن پرلتوال: د پرلت درې میاشتې پوره شوې خو حکومت مو غوښتنې نه دي منلې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۴

د چمن پرلت وهونکي د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې وايي، چې دغه پرلت به د دوی د غوښتنو تر منل کېدو دوام لري او نه غواړي بې پایلې یې پای ته ورسوي.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر په ۱۷مه د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ پر مهال د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو د پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت نن یکشنبه د (مرغومي ۲۴مه) درې میاشتې پوره شوې.

د دریو میاشتو په موده کې دغو پرلت وهونکو د پاکستان له حکومته یوه غوښتنه لرله هغه دا چې، «د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورت نه منو».

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د یاد پرلت سرلاری غوث الله وایي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلت څخه نه په شا کیږي.

نوموړی وایي: «موږ د پاکستان ریاستي ادارو حکمرانانو ته وایو چې په مفته موږ دا پرلت پای ته نه رسوو، تاسو به یا موږ وژنئ یا به زموږ غوښتنه منئ. موږ هیڅکله له خپلې پیل شوې مبارزې څخه نه په شا کیږو د پاسپورټ د حتمي کېدو سره زموږ د زرګونو چمن میشتو اقتصاد خراب شوی دی او د افغانستان سره مو تګ راتګ محدود شوی موږ د پاکستان دا پرېکړه په هیڅ صورت نه منو.»

یادو پرلت والو د تېرو دریو میاشتو په موده کې په چمن ښار کې د زرګونو کسانو په شتون کې څو ځله لاریونونه هم وکړل خو لا هم د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو له پرېکړې نه دي په شا شوي.

د یاد پرلت غړی قاري امداد الله وايي: «سوله ییز لاریونونه مو وکړل، د اعتراض په ډول مو سلګونه ماشومانو باندې لاریون وکړ، معلولانو مو لاریون وکړ، سپین ږیرو مو په لاریونونو کې برخه واخیستله خو د پاکستان حکومت زموږ غږ نه اوري موږ مجبوره یو تر دې وروسته عمومي لارې بندې کړو، دولتي ادارې بندې کړو او دولتي کسان له کار کولو منع کړو چې حکومت مو غږ واوري.»

د دغو پرلت وهونکو او د پاکستان د بلوچستات ایالت د ځايي حکومتي چارواکو تر منځ د پرلت د پای ته رسیدو او د دوی د غوښتونو د اوریدو په موخه څو ځله خبرې اترې هم وشوې خو ټولې له کومې مثبتې پایلې پرته پای ته ورسیدې.

په تېرو دریو میاشتو کې پرلت وهونکو د اعتراض په ډول د سپین بولدک ـ چمن تر منځ پر لاره د ټرانزیټي موټرونو پر تګ راتګ، د پاسپورټ پر ادارې او د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاین بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو