پر بوشکه يي بمونو سینګار موزیم؛ طالب چارواکو د میدان وردګ له "جهادي موزیمه" لیدنه وکړه

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د میدان وردګو ولایت له موزیم څخه، چې د تاریخي اثارو سربېره د بوشکه يي بمونو په شمول د طالبانو په لاس جوړ پوځي تجهیزات هم پکې ساتل کیږي، لیدنه کړې.

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر حبیب الله مجاهد ویلي، د دغه موزيم د جوړېدو موخه د "جهاد د يادونو ژوندي ساتل" دي.

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور له دغه موزیم د لیدنې پر مهال د دغه موزیم جوړېدل د «ستاینې» وړ کار بللی او د موزیم د «پراختیا او بډاینې» پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر حبیب الله مجاهد زیاته کړې، هغه پوځي او جنګي وسایل، چې دغې ډلې د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال جوړ کړي، دغه موزیم کې ساتل کېږي.

هغه ادعا کوي، چې د دغو پوځي وسلو په جوړولو او کارولو سره طالبانو "د نړۍ زبرځواک لکه امریکا او متحدینو ته یې ماته ورکړې ده."

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا خپرو شویو انځورونو کې پر ماینونو، لاسي بمونو، په لاس جوړو شوو راکېټونو او ځینې لرغونو اثارو سربېره، په دې موزیم کې د ژېړو بوشکو په نوم بوشکه يي بمونه هم لیدل کېږي.

ژېړ بوشکه يي بمونه په تېرو دوو لسیزو کې د طالب جنګیالیو لخوا کارول شوي تر ټولو وژونکي وسلې دي.

پخوانیو حکومتي چارواکو په وار وار ویلي، چې طالبانو د همدې بمونو پرمټ په زرګونه عامه تاسیسات او سړکونه ویجاړ کړي او په زرګونو ملکي وګړي وژلي دي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر له دغه موزیم څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې طالبانو د بوشکه يي او سړک غاړې ماینونو له لارې د امریکا په څېر د نړۍ زبر ځواک ته ماته ورکړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې دغه ډله د افغانستان د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې د «جهادي ارزښتونو د ساتنې» لپاره موزیمونه جوړوي.