د شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د بې حجابۍ په تور د ښځو نيونه د هغوی له اساسي حقونو سرغړونه ده

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۳

په پلازمېنه کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د «بې حجابۍ» په تور د ښځو د نیولو په تړاو د بېلابېلو غبرګونونو په لړ کې د شنبه‌های ارغواني په نوم غورځنګ وایي، دا ډول کړنې ستر جرم دی چې طالبان یې ترسره کوي.

دغه غورځنګ په هغې خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړې ویلي:« د طالبانو دغه ظالمانه عمل د ښځو د کنټرول او ځپلو او د هغوی د حقونو، عدالت او ازادۍ د له منځه وړلو ښکاره هڅه ده.»
په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي، چې طالبان د خپلې خوښې حجاب په پلي کولو سره دا پیغام ورکوي چې د ښځو ټول واک باید د دوی سره وي، چې دا په نني پېر کې د هیچا لپاره د منلو نه دی.
دغه غورځنګ په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د طالبانو د دغو خپلسریو مخه ونیسي او د افغانستان د ښځو په ملاتړ ودرېږي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي، د طالبانو د خوښې د حجاب پر سر د مېرمنو د نیولو او ځورولو لړۍ د کابل تر څنګ نورو ولایتونو ته هم غځېدلې او د هرې ورځې په تېریدو سره دغه خپلسرې کړنې نورې هم مخ په زیاتېدو دي.
تر دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ هم د دغو خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي و، چې طالبانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بې حجابۍ په تور یو شمېر ښځې او نجونې نیولې او ځورولې دي.
خو د یوناما له دغې خبرپاڼې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اندېښنې بې ځایه ګڼلې وې او ویلي یې و:« یوه ډله مېرمنې چې له هېواده بهر د ځینو کړیو له‌خوا په کابل او ولایتونو کې د بې حجابۍ د ترویج لپاره استخدام شوې وې، ونیول شوې او تر سپارښتنې وروسته خوشې شوې دي.»
خو یو شمېر شنونکي بیا وايي، په ټوله کې د بې حجابۍ په تور د ښځو نیول او بنديانول د افغانستان د دودیزې ټولنې سره اړخ نه لګوي او دغه شان کړنې نه اسلامي بڼه لري او نه هم د بشري حقونو سره برابرې دي.

دوی وایي، طالبان په دغه شان کړنو سره د خپلې واکمنۍ عمر نور هم لنډوي او خلک نور هم ترېنه واټن اخلي.

نور خبرونه

رادیو