د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه سلګونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۳

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستانه ۴۰۵ تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې، ‏۴۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۲۳ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

دوی وایي، د کډوالۍ په ریاست کې تر ثبتېدو وروسته دغه کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

له بلې خوا په کندهار ولایت کې د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۳۶ کورنۍ چې ټولټال ۱۸۲ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

دغه کډوال په کډوالۍ ریاست کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، لاهم لږ تر لږه ۱۷ لکه بې اسناده کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي او په وینا یې د دغو کډوالو د اېستنې لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

پاکستان د اکټوبر په درېیمه وروسته له هغه دغه پرېکړه وکړه، چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی او د امنیت ضد پېښې زیاتې شوې او د پړې ګوته یې افغان کډوالو ته ونیوله.

افغانستان ته له پاکستانه د جمعیت العلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ تللي پلاوي ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه سمه نه وه او په دې سره د افغان کډوالو ټول بشري حقونه له پامه غورځول شوي دي.


دغه پلاوي ویلي، چې په دې اړه هغوی پخوا هم د اعتراض غږ اوچت کړی او تر دې وروسته به هم د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې له زغمه کار واخلي.

نور خبرونه

رادیو