کرزی: په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي، چې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر د سې شنبې په ورځ د (مر غومې ۲۳ مه) پر خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي: «له مېرمن اوتنبایوا سره د لیدنې پر مهال مې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانېستلو، په افغانستان کې د روان وضعیت، د ملګرو ملتونو د ارزونې راپور او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د تازه تصویب شوي پریکړه لیک په اړه بحث او خبرې وکړې.»


ښاغلي کرزي په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم اړین بللی او له افغانستان سره یې د «دوست ملتونو» له همکاریو او د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو له امله مننه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تلې میاشتې په ۲۵مه، د امنیت شورا هغه پریکړه لیک، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پرمخ وړلو لپاره پکې د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې وه، تصویب کړ.

دغه پرېکړه لیک له طالبانو سره د خبرو او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د حضور لپاره «د لارې نقشه» بلل کیږي.