شاوخوا ۳۰۰ تنه افغان کډوال پرون له پاکستانه کاناډا ته ولېږدول شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۳

د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وایي، په ۲۰۲۴ کال کې دا د افغان کډوالو لومړنۍ جوپه ده چې هغه هېواد ته لېږدول کېږي.
د کاناډا د کډوالو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۲۹۵ تنه افغان کډوال په یوې چارتر شوې الوتکه کې له اسلام اباده ټورنټو ته ورسېدل.

کاناډا په تېرو دوو کالو کې افغان کډوال له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو څخه په چارتر الوتکو کې لېږدولي، چې تر دا مهاله یې شمېر تر ۴۰ زرو رسېدلی دی.


د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت ويلي، په روان کال کې به د نورو افغانانو د کډوالۍ دوسیې وارزوي او د هغوی په لېږد کې به هم ورته چاره ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو