د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د ټول شموله حکومته د هیوادونو موخه د «جاسوس» ګمارنه ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/7c67d74f05a3db3f9c6100ff46e06cc340f96d58-643x485.png?rect=0,62,643,362&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي، هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د «ټول شموله حکومت» غوښتونکي دي، غواړي خپل «جاسوس» او «هملاسي» وګماري.
د طالبانو تر واک لاندي د باختر خبري اژانس د خبر له مخي، ملا خيرالله خيرخواه د شنبې په ورځ - د مرغومي ۲۳ مه - په کابل کې په يوه غونډه کې ویلي، چې د طالبانو اوسنی نظام ټول شموله دی.
د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نړيوالي ټولنې او نړيوالو او سېمه ييزو سازمانونو په وار وار ټينګار کړی، چې په افغانستان کې بايد د ټولو قومونو او سياسي جريانونو په ګډون يو ټول شموله حکومت رامنځ ته شي.
د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره د سېمې او نړۍ د هېوادونو یو له مهمو شرطونو څخه هم د ټول شموله حکومت جوړېدل دي.
ایران، چې له طالبانو سره نژدې اړيکې لري، په ښکاره ډول یې ويلي، چې تر هغه به طالبان په رسميت ونه پېژني چې يې په افغانستان کې يو ټول شموله حکومت نه وي جوړ کړی.
که څه هم طالب چارواکو په وار ـ وار ويلي، چې د دوی حکومت ټول شموله دی او پراخو بدلونونو ته اړتيا نه ویني؛ خو منتقدین یې وايي، چې د دوی د کابينې ډېری غړي پښتانه او سني مذهبه دي.