د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر: په افغانستان کې تل پاتې سوله او ټیکاو غواړو
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پرون په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د انګلستان له شارژدافیر رابرټ چارترن ډکسن سره وکتل.
راپور کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې د افغانستان او انګلستان اړیکې دوستانه وبللې او زیاته یې کړه، چې طالبان نړۍ او په ځانګړې توګه له انګلستان سره مثبت تعامل غواړي.
نوموړي زياته کړه، چې انګلستان دې د افغانستان رښیتنی انځور نړۍ ته وړاندې کړي او له دې ډلې سره دې تعامل وکړي.
په ورته مهال باختر اژانس د انګلستان د شارژدافیر له خولې لیکلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو پلوی دی او له همدې امله له نړۍوالو سره د افغانستان د اړیکو او تعامل په برخه کې هڅې کوي.
د هغه په وینا، له افغانستان سره د نړۍ تعامل دوامدارو سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري.
نوموړي زياته کړه، چې هېواد یې غواړي افغانستان له نړۍ سره وصل او د دوی ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه يوسي.