بریتانیا خپلو وګړو ته د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه سیمو ته د نه سفر خبرداری ورکړی

برتانوي وګړو ته خبرداری ورکړل شوی، ډېرو هغو سیمو ته دې له سفره ډډه وکړي چې په کې د خیبرپښتونخوا، بلوچستان، ازاد کشمیر او سند ایالتونه شامل دي. ‏د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو خلکو ته ویلي، چې د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه سیمو ته دې هم سفر نه کوي.

نورې سیمې چې د دغه وزارت له‌خوا د سفر لپاره د ناخوندي سیمو په نوملړ کې راغلي، د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او ازاد جمو او کشمیر برخې شاملې دي.

خیبر پښتونخوا کې باجوړ، بنو، بونیر، چارسده، ډېره اسماعیل خان، خیبر، کوهاټ، کرمه، لکي مروت، کوز دېر، مهمند، اورکزي، پېښور، سوات، ټانک، شمالي او سویلي وزيرستان په کې شامل دي.

د بلوچستان او سند ځینې برخې هم په دغه نوملړ کې ښودل شوې دي.

‏دغې ادارې د انګلستان وګړو ته خبرداری ورکړی، که چیرې دوی د مشورې خلاف سفر وکړي؛ نو د دوی د سفر بیمه باطلېدی شي.