مولانا فضل الرحمان:له پاکستانه د افغان کډوالو په اېستلو د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۲

افغانستان ته له پاکستانه د جمعیت العلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ تللی پلاوی وايي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه سمه نه وه او په دې سره د افغان کډوالو ټول بشري حقونه له پامه غورځول شوي دي.

دغه پلاوي ویلي، چې په دې اړه هغوی پخوا هم د اعتراض غږ اوچت کړی او تر دې وروسته به هم د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې له زغمه کار واخلي.
دغه پلاوی چې پرون پنجشنبه د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني او د هغه وزارت له مشرتابه سره خبرې کولې ویلي، چې موږ هم د اېستل شویو کډوالو سره ګډې اندېښنې لرو او زموږ د سفر یوه موخه هم دا ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د رامنځته شوي کړکېچ په کمولو او هوارولو کې ونډه واخلو.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړې:« موږ به د پاکستان له حکومتي چارواکو څخه وغواړو، چې افغان کډوالو ته نور وخت هم ورکړل شي؛ ترڅو په خپله خوښه او په تدریجي توګه خپل هېواد ته ستانه شي.»
سره له دې چې افغانستان ته د دغه پلاوي سفر ته رسمي پروتوکول ورکړل شوی؛ خو په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوڅ رسنیو ته ویلي، چې دغه سفر د مولانا فضل الرحمان شخصي سفر دی او د حکومت له‌خوا د دغه سفر ملاتړ نه کېږي؛ خو زیاته کړې یې ده چې دغه پلاوی به له ستنېدو وروسته خپل راپور د بهرنیو چارو له وزارت سره شریک کړي.

نور خبرونه

رادیو