امریکايي سناتور: په افغانستان کې د چین اغېز د اندېښنې وړ دی

یوه امریکايي سناتور په 'افغانستان کې د چین د اغېز پراخېدل' د واشنګټن لپاره لویه اندېښنه بللې ده. ایریک شمیت له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې لویه هوايي اډه درلوده، چې د ده په وینا اوس د چین له لوري ورته پاملرنه کېږي.

تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې امریکا باید له افغانستانه تر وتلو وروسته د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډه ساتلې وای.

امریکايي ځواکونه د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د کابل له هوايي ډګره تر وتلو مخکې د بګرام له هوايي اډې ووتل.

ایریک شمیت د افغانستان انټرنشنل له خبریال عارف یعقوبي سره په ځانګړې مرکه کې له افغانستانه د امریکا وتل یو ناورین وباله او ویې ویل چې «اوس یې پایلې په نړیواله کچه وینو.»

هغه زیاته کړه چې د جوبایډن اداره ډیره کمزورې ښکاره شوه او په ډاګه یې کړه چې له افغانستانه وتل ناسنجول شوې چاره وه.

دغه امریکايي سناتور په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې پوځي امکاناتو ته هم اشاره وکړه چې د ده په وینا اوس د هغو کسانو په لاس کې دي چې پر نورو ظلم کوي.

هغه په ​​افغانستان کې د چین د اغېز په اړه وویل: «اوس موږ وینو چې چین هم په افغانستان کې خپل اغېز پراخ کړی. دا هم یوه لویه اندېښنه ده. موږ هلته یوه لویه هوايي اډه درلوده او اوس د چین له لوري ورته پاملرنه کېږي.»

خو هغه وویل چې دی فکر نه کوي چې د امریکا خلک دې بیا په افغانستان کې پوځي مداخلې ته زړه ښه کړي.

سناتور شمیت زیاته کړه چې د امریکا خلک غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب، د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ په اړه لا زیات بحثونه وکړي.

نوموړي د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه وویل، چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه: «د شي جینپینګ په څېر مشران پوهیږي چې ټرمپ یوه ځواکمنه امریکا غواړي، شي جینپینګ، پوتین او نور پوهیږي چې ټرمپ هغه څه کوي چې دی یې وايي، هغه نغواړي هغه څه وشي چې په افغانستان کې پیښ شول.»