د طالبانو کډوالو چارو وزارت: سلګونه کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۱

د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۲۰مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۴۳۷ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د راپور له مخې، ۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۲۳۱ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه کړای شوي.

په دغه راپور کې راغلي، چې راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندلي دي.
له بلې خوا د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۳۵ کورنۍ چې ټولټال ۲۰۶ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
دغه کډوال له ستنېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، لاهم لږ تر لږه ۱۷ لکه بې اسناده کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي او په وینا یې د دغو کډوالو د «اېستنې لړۍ په منظمه توګه روانه ده.»
پاکستان د اکټوبر په درېیمه وروسته له هغه دغه پرېکړه وکړه، چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی او د امنیت ضد پېښې زیاتې شوې او د پړې ګوته یې افغان کډوالو ته ونیوله.

نور خبرونه

رادیو