ذبیح الله مجاهد: د ښځو د نیونو په اړه د یوناما اندېښنه بې ځایه ده

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۱

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د حجاب په مورد له ښځو سره د دې ډلې د ناوړه چلند په اړه د یوناما اندیښنه ناسمه بللې ده.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي: “ افغان مېرمنې په خپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه لري او د امربالمعروف له خوا هم له چاسره زور زیاتی نه دی شوی.”

مجاهد نن پنجشنبه (د مرغومې ۲۱مه) پر خپله اېکس پاڼه زیاتوي، چې په دې اړه شوی پروپاګند حقیقت نه درلود.

وروسته له هغې چې په کابل او یو شمېر ولایاتو کې د طالبانو له خوا د بې حجابۍ په تور یو شمېر نجونې او مېرمنې ونیول شوې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن وویل، چې د وروستیو پېښو په اړه په ژوره توګه اندېښمن دي.

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې، په کابل او دایکنډي ولایتونو کې یوناما د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي، چې د حاکمو چارواکو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او پولیسو له خوا ترسره شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې په پلازمینه کابل کې په لویه کچه ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوي دي. همدا راز د دایکنډي ولایت په نیلي ښار کې هم ښځې او نجونې توقیف شوې دي.

په اعلامیه کې یوناما د ناسم چلنداو له خبریدو پرته نیونو د پلټنې خبره هم کړې او ویلي یې دي، چې د اجرايي عملیاتو له اړخه د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوي دي.

یوناما وړاندې وايي: “د دوی د خلاصون لپاره محرم، یا نارینه سرپرست را غوښتل شوی تر څو یو راتلونکی اجرایي ضمانت پاڼه لاسلیک کړي، که نه له سزا سره به مخامخ شي. یوناما همدارنګه د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي چې ددوی د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې”.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا په حواله ویل شوي: ”په پلي کېدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکونکی او خطرناک دي“.

له دې وړاندې احسان الله ثاقب چې د کابل ښار د ١٨مې امنيتي حوزې امر دى، د مرغومي ١٩مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په دې وروستیو کې یې د کابل ښار يو شمېر ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي.

درې ورځې وړاندې په رسنیو کې د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته چې طالبانو د کابل په ښار کې ښځې او نجونې په زور موټر ته پورته کولې، د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت چارواکو وويل چې په دغه ښار کې یې سوالګرې راټولې کړې دي.

خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر دغه خبر وروسته د دغې ډلې مشر ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې په کابل ښار کې یې د «بې حجابۍ» په تور یو شمېر ښځې او نجونې نیولې دي او د ده په خبره دغه کار یې په دې برخه کې د سمون راوستو په پار کړی.

افغانستان انټرنشنل ته ځینو سرچینو داسې ويډيوګانې استولې دي چې ښيي، طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل په دشت برچي، خيرخانې مېنې او تايمني کې يو شمېر ښځې او نجونې نیولې او په زور یې موټرو ته پورته کړې دي.

طالبانو تر اوسه پورې د نیول شویو نجونو او ښځو کره شمېرې نه دي خپرې کړې چې دوی په دې ورستیو کې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي.

نور خبرونه

رادیو