له پاکستان څه باندې ۴۶۳ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۱

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۶۳ زره ۷۱۲ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي.
د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې، یوازې تېره ورځ ۹۱۸ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول بې اسناده کډوال به باسي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغه پرېکړه په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

طالبانو په بار - بار له افغان کډوالو سره کېدونکی چلند غندلی او له پاکستانه یې غوښتي، چې د ژمي د سختې څپې له امله دې د کډوالو را ایستل ودروي، خو پاکستان د طالبانو دغه غوښتنې رد کړې دي.

په ورته وخت کې د خوړو نړۍوال پروګرام هم د کډوالو په دې بې سارې رایستنه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، چې که د کډوالو بهیر دا ډول دوام وکړي، افغانستان به د خوړو له ګمښت سره مخ شي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

نور خبرونه

رادیو