د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر:افغان کډوالو ته د وېزې او استوګنې د اجازې ورکولو ژمنه نه ده شوې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۱

هاکان فیدان وايي، چې په کابل کې د ترکیې شارژدافیر او طالبانو له افغانستان څخه د غیر قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي په اړه سره خبرې کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې افغان کډوالو ته د وېزو او د اوسېدو د اجازې ورکولو په برخه کې هېڅ ژمنه نه ده شوې.

ښاغلي فیدان دغه څرګندونې د ترکیې د اپوزیسیون د انقرې مرستیال دینیز دیمیر له خوا په پارلمان کې د هغې پوښتنې په ځواب کې کړي، چې ګواکې افغان کډوالو مېشت په ترکیه کې قانوني کیږي او وېزې ورکول کیږي.

یو شمېر رسنیو داسې رپوتونه ورکړي وو، چې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر جنګ اونال سره لیدلي او د افغان کډوالو د قانوني کېدو او هغوی ته د کار د وېزو د ورکړې په اړه یې خبرې کړي.‌

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د دغې ناستې په اړه ویلي، چې دا د ترکیې د شارژدافیر او د طالبانو د موقتې ادارې د چارواکو ترمنځ عادي ناسته وه.

هغه ویلي: "په دې ناسته کې له افغانستان څخه د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د مبارزې او له ترکیې څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو په اړه خبرې شوي."

نور خبرونه

رادیو