ستانکزی: د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاو پوره کولو لپاره نړۍوالو همکاریو ته سترګې په لار یو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافېر پاول کلومن بکن سره په کتنه کې دغه غوښتنه کړې.

عبدالقهار بلخي دا رنګه لیکلي په دې کتنه کې ستانکزي ویلي، افغانستان ته په ګڼ شمېر کې د کډوالو راستنېدنه بې مخېنې ده او راستانه شوي کډوال زیاتې اړتیاوې لري.

هغه زیاته کړه، چې کډوالو ته د ترانسپورټ او سرپناوو ترڅنګ خوراکي توکي، جامې او د روغتیایي خدمتونو برابرول هغه څه دي چې دوی ورسره مخامخ دي؛ خو دا یې هم ویلي چې: «په دې برخه کې زموږ اړتیاوې ډېرې دي او د پوره کولو لپاره یې د نړۍوالو همکاریو ته سترګې په لار یو.»

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې بکن له خپله اړخه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې ژمنه وکړه او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

تر دې وړاندې په کابل کې ځینو طالب مشرانو ویلي وو، چې په تېرو څو میاشتو کې سلګونه زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو اېستل شوي او داسې اټکل کېږي، چې دغه شمېر به نور هم زیات شي.

نور خبرونه

رادیو