د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه سلګونه کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۱۹مه ۴۷۴ کډوال په جبري توګه د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت د راپورونو له مخې، ۳۶ کورنۍ ټولټال ۲۱۲ تنه او ۷۴ چې نوي له بنده خوشې شوي په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.

په دغې پاڼه کې راغلي، چې دغه کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

له بلې خوا د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۳۸ کورنۍ چې ټولټال ۱۸۸ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه امریت په وینا، ستانه شوي کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، لاهم لږ تر لږه ۱۷ لکه بې اسناده کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي او په وینا یې د دغو کډوالو د اېستنې لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

پاکستان د اکټوبر په درېیمه وروسته له هغه دغه پرېکړه وکړه، چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی او د امنیت ضد پېښې زیاتې شوې او د پړې ګوته یې افغان کډوالو ته ونیوله.

نور خبرونه

رادیو