هند کې د مصنوعي هوش د یوې کمپنۍ مشره د خپل زوی د وژلو په تور ونیول شوه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۰

په هند کې پولیسو د انډین ال سټارټپ په نوم د مصنوعي هوش د کمپنۍ اجرايي مشره د خپل څلور کلن زوی د وژلو په تور نیولې ده.

پولیس وايي؛ د ماشوم مړی د هغې په بکس کې موندل شوی دی.

د پولیسو په خبره؛ د بنګلور د مصنوعي هوش مرکز مشره سوچنا سیټ هغه مهال کرناټاکا ایالت کې ونیول شوه، چې په ټیکسي کې له ګوا څخه دې سیمې ته روانه وه او بکس کې یې مړی وموندل شو.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ګوا پولیس وایي، چې مېرمن سیټ څلور ورځې مخکې ګوا ته تللې وه او کله یې چې د شنبې په ورځ اپارتمان کرایه کاوه زوی یې ور سره و؛ خو د دوشنبې په شپه چې وتله ماشوم ور سره نه و.

د ګوا پولیسو مشر پریش نایک وايي، چې د اپارتمان پاکوونکو د نوموړې تر وتلو وروسته په کوټه کې د وینو نښې لیدلې وې او پولیس یې خبر کړي وو.

نوموړی وايي؛ دې سره پولیسو د ټیکسي ډرایور سره تماس ونیو او هیله یې ترې وکړه چې مېرمن سیټ نږدې پولیسو مرکز ته وګرځوي.

د شمالي ګوا د پولیسو مشر نیدن ولسن وایي؛ کله چې د پولیسو مرکز کې د هغې بکس پرانیستل شو، د ماشوم مړی پکې وموندل شو.

د ګوا پولیسو هغه بېرته دغه ایالت ته ستنه کړې او د نوموړې مېړه چې دا مهال انډونیزیا کې دی، هند ته بلل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو