‏د طالبانو له ویاند وروسته بل طالب چارواکي هم ومنله چې کابل کې یې یو شمېر ښځې نیولې دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۰

احسان الله ثاقب چې د کابل ښار د ١٨مې امنيتي حوزې امر دى، پرون یې (د مرغومي ١٩مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په دې وروستیو کې یې د کابل ښار يو شمېر ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي.

درې ورځې وړاندې په رسنیو کې د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته چې طالبانو د کابل په ښار کې ښځې او نجونې په زور موټر ته پورته کولې، د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت چارواکو وويل چې په دغه ښار کې یې سوالګرې راټولې کړې دي.
خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر دغه خبر وروسته د دغې ډلې مشر ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې په کابل ښار کې یې د «بې حجابۍ» په تور یو شمېر ښځې او نجونې نیولې دي او د ده په خبره دغه کار یې په دې برخه کې د سمون راوستو په پار کړی.
تېره ورځ د کابل ښار ۱۸مې امنیتي حوزې امر احسان الله ثاقب د یوې غونډې پر مهال رسنیو ته منلې چې د دوی ښځينه پولیسو دغه ښځې او نجوني یې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي: «موږ داسې نجونې نیولې چې هغوی ډیرې بې حجابې وې او غوښتل مو چې د هغوی کورنیو ته وښایو چې د کورنۍ غړي حجاب ته متوجه کړي.»
افغانستان انټرنشنل ته ځینو سرچینو داسې ويډيوګانې استولې دي چې ښيي، طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل په دشت برچي، خيرخانې مېنې او تايمني کې يو شمېر ښځې او نجونې نیولې او په زور یې موټرو ته پورته کړې دي.
طالبانو تر اوسه پورې د نیول شویو نجونو او ښځو کره شمېرې نه دي خپرې کړې چې دوی په دې ورستیو کې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي.
خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ او د بښنې نړیوال سازمان له لوري د طالبي حجاب نه مراعتولو په تور د نجونو او ښځو نیول کېدو ته سخت غبرګونونه ښودلي وو او له طالبانو یې غوښتي و چې ژر تر ژره دې نیول شوې نجونې خوشې کړي.
د یادولو وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې امربالمعروف وزارت د کابل په بېلابېلو برخو کې د نجونو او ښځو د نیولو نوې څپه پیل کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې له لوري پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو، له کوره بهر کارکولو او نورو برخو کې کلک بندیزونه لګول شوي او د طالبانو یاد بندیزونه تل د افغانانو او نړیوالې ټولنې له غبرګونونو سره مخ شوي.

نور خبرونه

رادیو