صداقت انټرنشنل ورځپاڼه: کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر د حکومت په خوښه شوی

د بلوچستان له کوټې څخه خپرېدونکې صداقت انټرنشنل ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن وروستی سفر ارزولی او په هغه یې اوږده مقاله خپره کړې ده.

د دغې ورځپاڼې چلوونکي سید انور شاه د دغې مقالې په ترڅ کې د دغه سفر بېلابېل اړخونه ارزولي او پایله یې دا ښودلې، چې له دغې وړۍ شړۍ جوړېدل دومره اسانه چاره هم نه ښکاري، هومره چې ورته تمې کېږي.
لیکوال وړاندې لیکي، سره له دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه سفر شخصي ګڼلی و؛ خو هغو پروتوکولونو او لیدنې کتنې چې په دغه سفر کې راڅرګندې شوې، داسې ښکاري چې دغه سفر د اسلام اباد په سلا مشورو ترسره شوی او دواړه غاړې د دې غوښتونکي دي، چې راټوکېدلی کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کړي.
نوموړي دغه سفر په پاکستان کې د ترسره کېدونکو ټاکنو په درشل کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او د پاکستان سیاسي مشرانو ته د وسله‌والو ډلو ګواښونو ته په اشارې سره ویلي، اسلام اباد بالاخره دې ته اړ شو چې دغه پلاوی کابل ته واستوي او د دوی په مخالفو وسله‌والو چې دا مهال یې په افغانستان کې د شتون ادعاوې کېږي له افغان طالبانو وغواړي چې د روان کړکېچ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
په مقاله کې وړاندې لیکل شوي، چې اسلام اباد ته د ملا شیرین په مشرۍ د افغان طالبانو د پلاوي راتګ داسې شین څراغ روښانه کړ چې اسلام اباد یې دې ته وهڅاوه چې په بېړه خپل پلاوی هلته واستوي او د مشورې ورک سر بیامومي.
لیکوال لیکلي، دغه سفر له دې اړخه رسمي سفر بلل کېږي چې پاکستاني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن، د هغه د سیاسي مرستیال او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیده کاته او په هغو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيكو ښه كولو، د نا سم پوهاوي د لرې كولو او د دواړو هېوادونو په سياسي اړیکو، اقتصاد، سوداګرۍ او دوه اړخيزه پرمختګ كې د مرستې لارې چارې لټولو پر سر خبرې اترې، پرته له رسمي پلاوي او رسمي سفر څخه بله مانا نه لري.
په مقاله کې دا رنګه ویل شوي، چې د پاکستاني پلاوي له اړخه هم افغان طالبانو ته په ډیپلوماټیکه ژبه داسې الفاظ کارول شوي چې د حکومت دریځ په کې له ورایه څرګند ښکاري.
خو یوه خبره چې تل په داسې خبرو اترو کې پټه پاتې کېږي او یا هم رسنیو ته نه راوځي هغه په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د وسله‌والو په سر لانجمنې خبرې دي.
د لیکوال په باور پاکستان هیله لري، چې افغان طالبان دې له دغې ډلې سره پرېکون وکړي او یا دې هم هغوی لاس تړلي دوی ته وسپاري؛ خو وايي دا چاره ستونزمنه څه چې د لیکوال له نظره ناشونې هم ده.

هغه وايي، تجربو ته په کتو ښايي طالبان هیڅکله هم د پاکستان دغې غوښتنې ته غاړه کېنږدي.
د لیکوال له نظره که چېرته داسې کېږي؛ نو بیا د نن او پرون توپیر په څه کې دی؟ هغه وايي، ښکاري داسې چې دا وړۍ به شړۍ نه شي.