انګور اډې پرلت وال: دوه میاشتې وشوې چې د پاکستان حکومت مو غوښتنې نه دي منلې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۹

د دغه پرلت ګډونوال چې نن د (مرغومي ۱۹مه) يې نږدې دوه میاشتې وشوې وايي، د کومو غوښتنو لپاره يې چې پرلت وهلی له هغو نه په شا کیږي او دا پرلت به روان وي.
د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو پرلت وهلی.

د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې تر جبري کېدو وروسته د انګور اډې ـ او برمل تر منځ په تګ راتګ پاسپورټ او ویزې جبري کړې، چې په سیمه کې يې خلکو په غبرګون کې پرلت وهلی.
په واڼه کې مدني فعال او د پرلت ګډونوال اختر ولي وزیر وايي چې د پاکستان حکومت یې لا هم د پرلت والو غوښتنې نه دي منلې او تشې خبرې کوي: «حکومتي انتظامیه یوازې زموږ وخت ضایع کوي او په تشو خبرو وخت تیروي، هره ورځ جرګې راسره کوي او په بې بیځایه وعدو غواړي زموږ پرلت ختم کړي، خو موږ اوس د دوی په هر عمل پوهیدلي یو او نور نه غولیږو.»
اختر ولي وايي دا مهال په انګور اډه کې د واورې ورېدو له امله په شته سړه هوا کې هم له خپله هوډه نه په شا کیږي او پرلت به روان ساتي.
په سیمه کې خبریال او د حالاتو څارونکی لال وزیر وايي، ځايي حکومت د پرلت والو غوښتنو ته په ځواب کې تر پخوا نرمي ښودلې خو وايي لا هم نه ده معلومه چې دوی په خپلو ژمنو کې څومره ریښتيني دي.
ښاغلی لال وزیر زیاتوي چې، «لا هم په کډو بار لويې لارۍ او بار وړونکي موټر د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولاړ دي او چاته هم د پاکستاني پوله ساتو له لوري د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.»
سرچينې وايي چې دغلته واړه بازارونه او ټولې لویې او وړې لارې تړل شوې دي او خلک د خوراکي او اړتيا وړ توکو له کمښت سره مخ شوي.
تازه په انګور اډه کې واوره شوې او هوا سړه ده، خلک د نورو اړتیا وړ توکو تر څنګ سون توکو ته هم ډیره اړتیا لري چې لاسرسی ورته د بازارونو د تړلو له امله ستونزمن شوی.
د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په دویمه ورځ د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل کیدل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.
پاکستاني حکومت تر اوسه پورې په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی، خو د سوېلي وزیرستان واڼه او پکتیکا برمل ولسوالۍ تر منځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د تلو راتلو لاره یې تړلې او هیچاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي

نور خبرونه

رادیو