شکریه بارکزۍ: طالبان پر ښځو هغه څادرۍ تپي، چې هغوی په ځانمرګو بریدونو کې په سرولې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۹

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وايي، طالبان غواړي په زوره د افغانستان پر مېرمنو څادري وتپي چې دا «نه د افغاني فرهنګ سره اړخ لګوي او نه هم د اسلامي شریعت سره برابره ده.»

هغې زیاته کړه، څادري یا برقع «د طالبانو په لاس جوړ شوی څیز دی» چې د ځانمرګو بریدونو پر مهال یې په سرولې.

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو او بهرنیانو سره د طالبانو د جګړې په کلونو کې، د دغې ډلې ګڼ بریدګر له څادریو سره نیول شوي وو، چې په انځوریزو رسنیو کې یې انخورونه هم خپاره شوي وو.

داسې ښکاري، چې مېرمن بارکزۍ هم همدغو انځورونو ته اشاره کوي.

شکریې بارکزۍ، د افغانستان پر ښخو د څادریو د په سر کولو په اړه وویل، د [اسلام] په دین کې د «جبر و اکراه» په نوم داسې څه نه شته.

د افغانستان د ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې طالبان یوه «ورانکاره» ډله یاده کړه، چې «دین، انسانیت و انساني حقونو» ته درناوی نه کوي.

هغې وویل، چې طالبانو د ښځو پر تعلیم او پر هغو د نورو بندیزونو لګولو په تړاو «سل شفاهي او لیکلي فرمانونه»صادر کړي؛ خو «د اقتصادي او امنیتي وضعیت د ښه والي له پاره یې لس فرمانه» نه دي صادر کړي.

شکریې بارکزۍ زیاته کړه، چې د افغانستان مېرمنې هیڅکله هم «بې حجابه» نه وې؛ خو طالبان د[هغوی د ځپلو له پاره] پلمې جوړوي.

مېرمن بارکزۍ د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، تر هغې چې نړۍواله ټولنه طالبانو ته «پیسې ورکوي» او له دغې ډلې سره جوړ جاړی کوي؛ نو طالبان به له مېرمنو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه نا څه دوه نیمو کالو کې پر ښځو پراخه بندیزونه لګولي او په دې وروستیو کې یې د کابل په ځینو سیمو کې د هغوی د نیولو او بندیانولو لړۍ هم پیل کړې ده.

په وروستیو ورځو کې د کابل په دشت برچي، ټایمني او خیرخانه مینه کې د ښځو او نجونو د ډله‌ییزې نیونې ګڼ خبرونه خپاره شوي دي.

خو تازه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي: «دغه نیونې د هغې ډلې د تنبه کولو پر ضد شوي، چې غوښتل یې بې حجابي دود کړي او دا لنډمهاله چاره ده.»

تر دې وړاندې د امر باالمعروف وزارت یو ویاند بي‌بي‌سي ته منلې وه، چې دغه وزارت یو شمېر مېرمنې د کابل په لویدیځ کې د «بې حجابۍ»‌ په تور نېولې وې؛ خو دغه وزارت دا نه و ویلي، چې د دغو نیول شویو مېرمنو شمېر څومره و.

یوې زده‌کوونکې د یکشنبې په ورځ په یوې ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې استولې، ویلي دي چې د هغې ۱۹ کلنه خور طالبانو نیولې او نامعلوم ځای ته یې وړې ده.

تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر داسې انځور او سپارښتنې خپرې کړې وې، چې د دوی د خوښې حجاب په کې معرفي شوی و.

په دغو انځورونه او سپارښتنو کې داسې ښکاري، چې مېرمنې باید د طالبانو په خوښه حجاب کې ټول بدن راونغاړي چې نه یې مخ ښکاره شي، نه یې پښې او نه هم لاسونه.

تر دې وړاندې هم د طالبانو له‌خوا د افغانستان پر ښځو د حجاب په سرولو او له هغوی سره د زور زیاتي د کارولو پر سر د افغانستان ګڼو خلکو او ټولنو غبرګونونه په ډاګه کړي وو.

نور خبرونه

رادیو