د ترکیې ساحلي ګارد ۴۰ نور افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۹

په ترکیه کې د پناه غوښتونکو له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد ساحلي ساتونکو ۴۰ نور افغانان په چاناک‌ قلعه ولایت کې ونیول.

د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس خبر ورکړی؛ دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې له پولې څخه په ناقانونه توګه ووځي کله چې وپېژندل شول ونیول شول.

د دغه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغو کسانو غوښتل چې د ترکیې د اوبو له لارې اروپا ته ولاړ شي خو د ترکیې ساحلي ګارد یې مخه ونیوله.

په ترکیه کې د دوی شتون هم "غیر قانوني" اعلان شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې ټاکل شوې دغه کسان بېرته افغانستان ته ستانه شي.

ترکيې په تېرو مياشتو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغانانو د پېژندنې، نيولو او شړلو لړۍ تېزه کړې او معمولاً هره اوونۍ د هغوی د شړلو راپور خپروي.

په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره افغانان له دغه هېواده راستانه شوي دي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شول، زرګونه افغانان له ایران څخه د کډوالۍ له ستونزمنو لارو اروپا ته د رسېدو په هیله ترکیې ته تللي دي. په دې لاره کې ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ترکي چارواکو اعلان کړی، چې په ټوله ترکیه کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي عملیات لا هم دوام لري.

نور خبرونه

رادیو